IQNA

په البانیاکې  د قرآن کریم د  محفل په زړه پورې دستورې زړونه جذبوي

11:37 - April 13, 2022
د خبر لمبر: 3485676
تهران(ایکنا) – په اروپائی هیواد آلبانیا کې د مسلمانانو او اسلام په ضد د پروپيګنډیز پلان له پرختیا سره سره ، دروژې  دمبارکې میاشتې ډير تود هرکلی کیږی  او د قرآن کریم د ډله ایز تلاؤت په زړه پورې دستورې زړونه جلبوي .

ایکناخبری آژانس د الرایه له قوله راپور راکړ،ددنیا په مختلفو هیوادونو کېمسلمانان پخپل دودیز انداز سره د روژې مبارکې میاشتې د روژماتي او سحري یا پشلمي دستورې جوړوي .

په راپور کې وئيل شوي دي ، دنورو هیوادونو په شان د البانیه هیواد مسلمانان هم چې دختیځي اروپا یو ورکوټی هیواد دی ، د روژې دمبارکې میاشتې پخپل انداز سره ډير په زړه پورې هرکلی کوي .

د البانیا هیواد آبادي څلویښنت میلیون ښودل شوي چې  په دوي کې تقریبا اتیا فی صدي نفوس مسلمانان  دي  چې په هغو کې پر البانیاوالو سربیره یونان توکمه مسلمانان هم شامل دي .

په البانیا کې مسلمانان په ډير ولولې او شوق سره د روژې د مبارکې میاشتې  انتظار کوي  او ددغې مبارکې میاشتې په رارسیدا سره خوشالیانې کوي.

د رمضان المبارک میاشتې په پیلیدا سره ددې میاشتې دعظمت او ځانګړنو په ښودلو سره په خلکو کې بروشر او کتابونه په خلکو کې ویشل کیږي چې په هغو کې خلکوته د روزې فضایل او اهمیّت ښودل کيږي . په دغه هیواد کې خلک په آزادۍ سره خپل دیني دستورې ترسره کوي .

د البانیا له درستو ټيلیویژني چینلونو آذانونه خپریږي  او د دینه خوجه  او اډهم بیګ د جوماتونو پشمول په مختلفو جوماتونو کې د قرآن کریم د تلاؤت اجتماعي دستورې جوړیږي . په مختلفو جوماتونوکې ترک توکمه او عرب توکمه د جمې امامان ویناوې او دجماعت لمونځونه ترسره کوي  او هره ورځ  په دغو جوماتونو کې دیوې سپارې تلاؤت کیږي .

په دې مناسبت وه لنډه شان ویډیو هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .

https://iqna.ir/ur/news/3511671/

captcha